په سويلې ولايت زابل کي وسلوالو طالبانو د اسلامي دولت (داعش ) پورې تړلي په وسلو بار درې ګاډي ګرځولي .
دا درې ګاډي د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ څخه د زابل ارغنداب ولسوالۍ ته په لاره وه او داعش وسله والو ته يي سپکي او درنې وسلې ليږدولې ، چي د وسله والو طالبانو له لوري د ارغنداب ولسوالۍ د اختر په سيمه کي طالبانو درولې او اوس هم د طالبانو سره دي .
د شاجوي ولسوال حاجي وزير جوادي د دې خبر پخلی کوي او وايي ، چي د دواړو ډلو تر منځ نښته هم رامنځته سوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه يي معلومات نسته .
جوادي وايي چي دا مهال د شاه جوۍ ولسوالۍ پنځوس تنه قومي مشران او ديني عالمان د دواړو ډلو تر منځ د رامنځ ته سوي شخړي منځګړيتوب کوي .
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته هيڅ نه دي ويلي .