د مصر شمال العريش ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د پوځ دری سرتېري وژل شوي دي. په ياده شوې سيمه کې په تېرو دوو ورځو کې دا پر مصري ځواکونو دویم بريد دی. د جمعې په ورځ د پوليسو پر موټر بريد شوی و، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دری نور ټپيان شوي وو. العريش د سينا شمال کې د اسراييلو او غزې سره نژدې پرته سيمه ده، چې وسله وال په کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي. ويل کېږي د داعش وسله وال هم په دغه سيمه فعاليت لري.