د کندهار د امنيي قومندانۍ له لوري په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددي ولايت د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې هغه دري تنه انجينران بمي چاودني وژلي چې ماينونه يې جوړول.
په خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې دا کسان څلور تنه وه او د ماين د چاودني په ترڅ کې څلور واړه وژل سوي دي.
سرچيني د يو بل خبر له مخي ددي ولسوالۍ په ګلو جان کلا سيمه کې د امنيتي سرتېرو د عملياتو په ترڅ کې دوه تنه وسله وال وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د امنيي قومندانۍ په خبرپاڼه کې زياته سوي ده چې د کندهار د ژړى ولسوالۍ په قراي سليم دره سيمه کې د عملياتو پر مهال دوه هغه موټر سايکلونه کشف او له منځه وړل سوي چې چوونکي توکي پکښې ځاى پر ځاى سوي وه.
په دي خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې د ميوند په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو سره د جګړي پر مهال طالب مشهور قومندان ملا عبدالسلام وژل سوى دى.
د دي پېښو په اړوند تر اوسه کومي ډلي رسنيو ته څه نه دي ويلي .