په نیمروز ولایت کې د پي.وي.سي پایپ دوه لویې تولیدي فابریکې د حکومت د نه ملاتړ له امله سقوط او بندې شوې دي، چې ور سره لسګونو کسانو کاري بوختیاوې هم له لاسه ورکړې دي.
د «افغان برکت پي وي سي پایپ» کمپنۍ چې هره ورځ یې تر ۳ ټنو پورې پایپ تولیداوه او په کور دننه یې ښه مارکېټ درلود؛ اوس بنده شوې ده.
د دې فابریکې مشر حاجي محمد حسن وايي چې شاوخوا دری کاله مخکې یې د دوه سوه زرو امریکايي ډالرو په ارزښت په نیمروز ولایت کې د پي.وي.سي پایپ د تولید یوه کارخونه جوړه کړه.
نوموړي همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په لومړیو کې یې کار ښه روان و او تولیدات یې نه یوازې په نیمروز، بلکې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ښه بازار درلود.
خو حاجي حسن زیاتوي چې د حکومت له خوا پر خامو توکو لوړې ګمرکي تعرفې او د برېښنا لوړ فیس یې فابریکه له سقوط سره مخ کړه.
هغه وویل، په داسې حال کې چې د قانون له مخې د کورني تولید د ملاتړ په موخه له بهره پر واردېدونکو خامو توکو باید یو سلنه ګمرکي محصول واخیستل شي، د نیمروز په ګمرک کې له خامو توکو لس سلنه محصول اخلي.
حاجي حسن وویل:« یوه ورځ یې زموږ څو کانټیرونه په ګمرک کې ایسار کړي وو، زه ورغلم او د ګمرک رییس ته مې د ایسا هغه مکتوب ور وښود چې له خامو موادو باید یو سلنه محصول واخیستل شي، خو د ګمرک رییس چې په سپرنګي څوکۍ ناست و، زما اسناد ایسته وغورځول او بلې شعبې ته یې ولېږم. هلته یې هم سرګردانه کړم او بالاخره مجبوره شوم چې لس سلنه محصول ورکړم. پر خامو موادو لس سلنه مالیه ظلم دی او موږ ته هېڅ ګټه نه کوي، مجبوره شوم چې فابریکه وتړم.»
حاجي محمد حسن وايي چې په نیمروز کې د حکومت د نه پاملرنې او نه ملاتړ له امله یو شمېر نورې تولیدي فابریکې هم تړل شوې دي.
دی وايي چې څو ځلي یې یاده موضوع په کابل کې د پانګونې ملاتړ ادارې یا ایسا سره شریکه کړه، خو پایله یې نه لرله.
د هغه په وینا پر خامو توکو د لوړ ګمرکي محصول ترڅنګ، حکومت د کورني تولید د تشویق او ملاتړ لپاره هم کوم پلان نه لري.
هغه د بېلګې په توګه په نیمروز کې د ایراني او پاکستاني پایپونو یادونه وکړه چې په وینا یې حکومت باید د کورنیو پایپونو د تشویق او ملاتړ لپاره پر پاکستاني او ایراني پایپونو ګمرکي تعرفه لوړه کړې وای، خو دا کار یې ونه کړ.
نوموړي د برېښنا له لوړ فیس څخه هم شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې په نیمروز کې پر صنعتکار یو کیلو واټ برېښنا په لس افغانۍ پلورل کېږي.
هغه وايي چې د ده پر فابریکې سربېره، په نیمروز کې د IDNC پایپونو د جوړولو یوه بله فابریکه هم د ورته ستونزو له امله بنده شوې ده.
د افغان برکت فابریکې مشر حاجي محمد حسن په حکومتي ادارو کې فساد او بې غورۍ ته په اشارې سره وویل، چې په نیمروز کې ان برقیان هم په رشوت روږدي شوي وو او ده ته یې وخت نا وخت ستونزې جوړولې.
هغه زیاتوي:« د دې پر ځای چې د برېښنا د فیس لپاره راته بېل ولېږل شي، برقیان به په خپله کارخانې ته راتلل او له موږ نه به یې د رشوت په ډول پیسې غوښتلې، چې پیسې به مو ورنه کړې، بیا برېښنا یې را باندې پرې کوله.»
نوموړی وايي چې د برېښنا د قطع کولو له کبله یې ماشینري څو ځلي زیانمنه شوې هم وه او په هر ځل برېښنا پرې کولو به یې کارخانې ته تر پنځوس زره افغانیو زیان رسېده.
د ده په وینا په افغانستان کې د صنعت او تولید د ملاتړ په نوم هېڅ کومه پالیسي او تګلاره نه شته.
یو کال کېږي چې په نیمروز کې د پي وي سي پایپونو د تولید دغه فابریکه بنده شوې ده او هغو کسانو چې په فابریکه کې کار کاوه، هغوی هم وزګار شوي دي.