ولسمشر غني له روسیې څخه د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65263
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-25

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان او روسي چارواکو له قوله ویلي چې اشرف غني د توپخانې، سپکو وسلو او مي ۳۵ جنګي چورلکو غوښتنه کړې ده. په کابل کې د روسیې سفیر ورځپاڼې ته ویلي چې روسیه به افغانستان سره مرسته وکړي، خو دا هېڅکله د دې معنا نه لري چې روسي پوځیان دې افغانستان ته واستول شي. نوموړي ویلي روسیه به هغه بار ته هېڅکله اوږه ور نه کړي چې امریکا او ناټو په تېرو ۱۴ کلونو کې پورته نه شوی کړلی. د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي ویلي افغانستان به له روسیې څخه د ترلاسه کوونکو پوځي وسایلو په بدل کې پیسې ورکړي.