مودي د افغانستان د ملي شورا ودانۍ د رغونې چارو د ژر بشپړېدو امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65264
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-25

د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړېدو په کار کې د ځنډ له پېښېدو وروسته د دغه هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته امر کړی چې د دې ودانۍ د رغونې چارې ژر بشپړې کړي. د ایشین اېج خپرونې د راپور له مخې، مودي د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په تازه کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د ودانۍ په کار کې ځنډ پای ته ورسوي او اضافي لګښت ورکړي. د هند لومړي وزیر په پیل کې غوښتل چې دا پروژه د سږ کال په روان اکتوبر میاشت کې بشپړه شي او په خپله د هغې د پرانستنې په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي خو اوس داسې ښکاري چې دا پروژه به د راتلونکي میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړه نه شي.