په داسې حال کې چې د مالیې وزارت د روان کال د ملي عوایدو د راټولولو لپاره ټاکلی هدف نه دی پوره کړی، د مالیې وزیر د سږ کال عوایدو د ډېروالي خبر ورکوي.
د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي پرون د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، چې د روان کال په لسو میاشتو کې راټول شوي عواید د تېرو لسو کلونو په پرتله بېساري دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د روان مالي کال په لسو میاشتو کې ۹۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال ټول عواید ۹۹ میلیارده افغانۍ وو.
د مالیې وزیر ونه ویل چې سږ کال یې د ملي عوایدو د راټولولو لپاره څومره هدف ټاکلی دی، خو دومره یې وویل چې د روان مالي کال تر پایه چې دوه میاشتې یې پاتې دي؛ ۲۰ میلیارده نورې افغانۍ هم د دولت خزانې ته راټولې شي.
په دې حساب به د ۱۳۹۴ مالي کال ټول عواید ۱۱۴ میلیارده افغانۍ وي.
د هغو معلوماتو له مخې چې همیانۍ ورځپاڼې ترلاسه کړي، د مالیې وزارت له خوا سږ کال د عوایدو لپاره ۱۲۰،۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و.
په دې اساس، سږ کال نه یوازې په عوایدو کې ډېروالی نه دی راغلی دی، بلکې په عوایدو کې ۶،۴ سلنه کسر لیدل کېږي.
د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي زیاته کړه، چې سږ کال د ۱۱۴ میلیارده افغانیو راټولولو هدف د پیسو نړیوال صندوق له خوا افغانستان ته ورکړل شوی و، چې دغه هدف ته په رسېدو سره به یاد صندوق له افغانستان سره ۹۵ میلیونه ډالره تشویقي مرسته وکړي.
نوموړي دغه راز د عادي او پراختیايي بودجې په اړه هم د جرګې غونډې ته معلومات ورکړل.
هغه وویل، سږنۍ پراختیايي بودجه چې اختیاري او غیر اختیاري په کې شامله ده، تر اوسه ۳۵ سلنه یې مصرف شوې ده.
خو حکیمي زیاته کړه، چې تخصیصات ترسره شوي دي او د مالي کال په پای کې به دا کچه شپېته سلنې ته ورسېږي.
هغه همدا راز یادونه وکړه، چې په لومړي ځل د اختیاري بودجې مصرف د غیر اختیاري په پرتله لوړ شوی دی، ځکه چې د هغه په خبره اختیاري بودجه د حکومت په واک کې ده.
د مالیې وزیر په ملي بودجه کې د کسر د نه شتون په اړه هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې سږ کال نه یوازې کسر نه شته بلکې د تېر کال ټولې طلب کارۍ هم ورکړل شوې دي.
هغه د عوایدو د زیاتوالي په اړه وویل:«زموږ عواید تر دې هم لوړېدای شي او زموږ اټکل دا دی چې دغه عواید کېدای شي ان دوه یا درې چنده لوړ شي.»
د مالیې وزیر زیاته کړه، چې د عوایدو د لوړېدو په اړه دلایل هم لري، خو دلایل یې ونه ویل.
حکیمي د نړیوالو مرستو په اړه د ولسي جرګې غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلي دي.
هغه وویل:« په وروستیو کې مو د پیسو نړیوال وجهي صندوق له چارواکو سره جدي خبرې وکړې او دا چې ولې هغوی سره جدي خبرې کوو، دلیل یې دا دی چې زموږ د بودیجې یوه لویه برخه د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا تمویلېږي، ځکه نو تر څو چې ای.اېم.اېف راضي نه وي، مرسته کوونکي هېوادونه افغانستان سره مرسته نه کوي.»
نوموړي وویل، ښه خبر دا دی چې موږ له ای.اېم.اېف سره هوکړې ته رسېدلي یو، چې د دې هوکړې له مخې دغه بنسټ به په راتلونکو درېوو کلونو کې په افغانستان کې منځمهاله پروژې تمویلوي.
هغه همدا راز د بهرنیو عایداتي سرچینو په اړه وویل، هغه عواید چې له بهرنیو سرچینو څخه لاسته راځي، په راتلونکو درېوو کلونو کې به یې کچه ۲،۸ میلیارده ډالرو ورسېږي. د مالیې وزیر د معلوماتو له مخې، په راتلونکو درېوو کلونو کې نړیوال بانک له افغانستان سره ۶۳۰ میلیونه ډالره، اسیایيي بانک ۱،۳ میلیارده ډالره، امریکا ۸۰۰ میلیونه ډالره او اروپايي ټولنه شاوخوا ۵ میلیارده ډالره مرسته کوي.
ده وویل، له خلیج او اسلامي هېوادونو سره هم خبرې روانې دي چې ښې پایلې یې درلودې.
د مالیې وزیر د ۱۳۹۵ مالي کال د ملي بودجې په اړه وویل چې د راتلونکي مال کې د بودجې طرحه به په راتلونکو دوو اونیو کې جرګې ته وړاندې شي.