افغان حکومت وايي په پرونۍ زلزله کې ۷۰ افغانان وژل او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې د زلزلې له کبله له څلورو تر پنځو سوو پورې کورونه هم ویجاړ شوي دي. هاشمي زیاته کړې یوه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې له زیانمنو شویو سره بېړنۍ مرسته وکړي. زلزلې پرون د ورځې په یوه نیمه بجه د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه ولړزول. د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالي وه او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و. ویل کېږي چې د زلزلې له کبله په پاکستان کې هم ۲۱۴ کسان وژل شوي دي.