عبدالله: داعش د کوم خاص قوم او مذهب استازیتوب نه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65269
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-26

د حکومت اجرايي مشر د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ د پېښې پر جدي څېړنې ټينګار کړى او وايي، داعش د کوم قوم او مذهب استازيتوب نه کوي، بلکې دغه ډله قومي او مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په هڅه کې ده. د زابل د ولايتي شورا غړى اسدالله کاکړ وايي، د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو وړمه شپه د خاک افغان ولسوالۍ په دره سيمه کې د ياد کلي د يوه اوسېدونکي پر کور بريد کړى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ کسان له ځانه سره وړي او د کور څښتن يې وژلى دى. هغه زياتوي، د داعش په ډلې پورې اړوندو وسله والو کسانو څو اونۍ وړاندې د جاغوري ولسوالۍ يو شمېر کسان تښتولي وو او په پايله کې يې د جاغوري اوسېدونکو په دا ډول عمل لاس پورې کړى دى. د حکومت اجرايه مشر ډاکټر عبدالله امنيتي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د يادې پېښې په اړه هر اړخيزه څېړنه او پلټنه وکړي