په بغلان ولایت کې د غالیو اوبدونکي وايي حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ نه کوي.دوی وايي د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون او د بې کیفیته خامو موادو وارداتو د دغه صنعت د ودې مخه نیولې ده.
غالۍ اوبدونکو له دولت څخه غوښتي چې د غالیو د صنعت د پراختیا لپاره دې په کور دننه او بهر کې د هغوی د پلور لپاره زمینه برابره کړي.
د کلید راډیو د راپور له مخې په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر محمد طاهر ویلي:« په تېرو اوو کلونو کې په بغلان کې د غالیو د اوبدلو پنځه کارخانې فعالې وې چې د ورځې یې زر متره غالۍ تولیدولې؛ خو اوس د دغه صنعت د ودې لپاره د حکومت نه د پاملرنې له کبله د ورځې یوازې ۱۰۰ متره غالۍ تولیدېږي.»
غالۍ د افغانستان یو له لرغونو او ګټور صنایعو ګڼل کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له رکود سره مخ دی.
د افغانستان غالۍ د په زړه پورې رنګونو، ښکلو طرحو او کلکوالي له کبله په نړیواله کچه مهشورې دي.