مشرف: القاعده او طالبان زموږ اتلان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65280
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-28

د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف وايي القاعده او طالبان د پاکستان اتلان دي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دې دواړو ډلو جنګیالي پاکستان د خپلو ګټو لپاره روزلي او د هغوی ملاتړ یې کړی دی. نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې پاکستان الظواهري او جلال الدین حقاني د دې لپاره وروزل او ملاتړ یې وکړ چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد خلاف جګړه وکړي له همدې کبله هغوی د پاکستان اتلان دي. نوموړي دغه راز ویلي چې د لښکر طیبه ډله هم د پاکستان حکومت د کشمیر د جګړې پر مهال رامنځته کړې ده.