د ۱۰۱ اسمايي زون قومانداني وايي، پوليسو د کابل د پنځمې امنيتي حوزې او پغمان ولسوالۍ اړوند سيمو کې د زورواکو له خوا په خپلسر جوړ شوي لسګونه کورونه ونړول. د دې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي دغه کورونه پر دولتي ځمکه جوړ شوي وو. ده د يادو کورونو کره شمېر په ډاګه نه کړ او ويې ويل چې دغه کار د يو ځانګړي کمېسيون له خوا چې مشري يې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود کوي، تر سره کړى دى. دى وايي چې د ښار جوړولو وزارت، سيمه ييز ارګانونو ادارې، کابل ښاروالۍ او د اسمايي زون قوماندانۍ استازي د دغه کمېسيون غړيتوب لري. نوموړي زياته کړه چې دغه پر خپل سر جوړ شوي کورونه د قرغې بند په لوېديځه برخه کې نړول شوي دي. د هغه په وينا، د دې سيمې يوه برخه د پغمان ولسوالۍ او بله برخه يې د کابل د پنځمې امنيتې حوزې اړوند ده.