یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو د یوې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر کړونو نیوکه کړې ده. سیاسي او جهادي شخصیتونو تر غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د هیواد پر روانو امنیتي او سیاسي حالاتو او وروستۍ زلزلې غور وکړ او د وسله والو ځواکونو د زړه ورتیاوو د ستاینې په ترڅ کې یې په یادو برخو کې د حکومت پر نیمګړتیاوو نیوکه وکړه. په اعلامیه کې د دغو شخصیتونو نومونه نه دي یاد شوي خو له اعلامیې سره یوځای په استول شوي عکس کې عبدالرب رسول سیاف، بسم الله محمدي، یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی، د مشرانو جرګې ريیس مسلمیار، انوارالحق احدي، د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک، د کانونو پخوانی وزیر وحیدالله شهراني او شمېر نور پخواني چارواکي لیدل کېږي. دا ډاله په دې وروستیو کې د لویې جرګې د رابللو او د نوي حکومت د جوړولو خبرې کوي.