هند غواړي چې په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت لپاره افغانستان ته ۳۵ کومانډو ځواکونه راولېږي. په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګریو څو ځلې بریدونه شوي دي. د هند – د سرحدي پولیسو قوماندان کریشنا چودري ویلي د ۳۵ کومانډو ځواکونو ډله به ژر په الوتکه کې کابل ته واستول شي څو په کابل کې د هند د سفارت او په جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې د هند د کونسلګریو د موجودو ساتونکو ترڅنګ د دغو دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت لا ټینګ کړي. د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې داسي تصور شته چې په کابل کې د هند سفارت له ګواښ سره مخ دی او همدا علت دی چې دا ځواکونه استول کېږي.