برېتانیا له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې یو شمېر عسکر پرېږدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65284
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-28

د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد به په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې یو شمېر عسکر پرېږدي. د برېتانیا دفاع وزیر مایکل فالون ویلي دا پرېکړه یې د افغان ماموریت د دوام په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې وروسته کړې ده. نوموړي ویلي ۴۵۰ برېتانوي عسکر به په ۲۰۱۶ کال کې هم د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړي. ده ویلي برېتانیا به په ڼاټو کې له خپلو نورو همکارانو سره په ګډه د افغانستان د نظامي ځواک د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.