سرچینې: د بدخشان ځینو سیمو کې تاجکستانۍ چورلکې ناستې او پروازونه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65285
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-28

ځايي سرچینې وايي چې د بدخشان څو ولسوالیو ته په دې وروستیو کې د تاجکستاني چورلکو تګ راتګ زیات شوی او د دریو ولسوالیو په اړوند سیمو پروازونه کوي او په یو شمېر سیمو کې یې ناستې هم کړې دي. دغه کار د سیمې له خلکو سره پوښتنې او شکونه پيدا کړي او له حکومته غواړي چې په دې اړه اقدام وکړي. سرنوشت ورځپانې ته په بدخشان کې باوري سرچینو ویلي چې دغه چورلکې په هغو دریو ولسوالیو کې ناستې کوي چې له تاجکستان سره پوله لري. خو ولایتي چارواکي دغه خبره ردوي او زیاتوي چې دوی ته په دې اړه تر اوسه کوم راپور نه دی رسېدلی. نږدې کال وړاندې د افغانستان د روڼتیا د څار په نوم بنسټ ویلي وو چې هره ورځ نږدې دوه کیلو طلا له بدخشان ولایت څخه د تاجکستاني چورلکو په وسیله قاچاقېږي. د بدخشان خلک هم د الوتکو تګ راتګ تاییدوي او زیاتوي چې دوی نه پوهېږي د دغو پروازونو موخه څه ده. په بدخشان کې یوې باوري سرچینې سرنوشت ته وویل چې د بدخشان دریو ولسوالیو واخان، شغنان او اشکاشم ته چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، تاجکستاني چورلکې پروازونه کوي. د سرچینې په وینا، په داسې حال کې چې د دغو سیمو امنیت هم خوندي نه دی، دغه چورلکې د یادو ولسوالیو په ځينو برخو کې ناستې کوي؛ خو پر وړاندې یې کوم غبرګونه نه دی ښودل شوی. سرچینه همدراز زیاتوي، دا وېره شته چې سیمه ییز قوماندانان له دغو چورلکو د وسلو په ګډون یو شمېر نور توکي ترلاسه کړي او په بدل کې یې قیمتي ډبرې او یا طلا د هغوی په واک کې ورکړي؛ خو په دې اړه لا کوم اسناد او رسمي شواهد نشته. سیاسي شنونکي وايي چې ښايي دغه چورلکې د داعش له وېرې پر یادو سیمو الوتنې کوي. سیاسي کارپوه واقف الله روحاني وايي چې حکومت باید دې مسئلې ته پام وکړي او که رښتیا هم تاجکستاني چورلکې د افغانستان خاورې ته را اوړي، باید په اړه یې څېړنې وشي. نوموړي سرنوشت ته وویل چې که تاجکستاني چورلکې پر افغان خاوره پروازونه کوي ښايي د داعش له وېرې او یا د دې ډلې د څار لپاره وي. دی زیاتوي چې په دې وروستیو کې روسیې د تاجکستان ازبکستان او نورو هغه هېوادونو کې چې له افغانستان سره پوله لري د داعش له وېرې خپل تدابیر زیات کړي دي چې ښايي د چورلکو پروازونه هم د همدغو تدابیرو برخه وي. د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي چې دوی تر اوسه په دې اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی. فروتن سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له تاجکستان سره پر پوله ولسوالیو کې د تګ راتګ لپاره یو لوی پل جوړ شوی او له دې پل پرته څوک تګ راتګ نه شي کولی. د نوموړي په خبره، هغه کسان چې ویزه او پاسپورټ ولري د دغه پله له لارې د تګ اجازه نه لري، بلکې هغوی به د شېرخان بندر له لارې یاد هېواد ته سفر کوي. هڅه مو وکړه په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو خو له بیا بیا هڅو سره بریالي نه شوو.