ترکيه، هندوستان، امريکا، ايران او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى، دغه راز قطر هېواد د ١٠٠زرو ډالرو مرسته کړې او د ترکمنستان هېواد د مرستې لومړى بار موټر هېواد ته را رسېدلى دى.پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک د بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې له يو شمېر غړو سره يو ځاى ولسي جرګې ته وربلل شوى و، څو له زيانمنو کسانو سره د مرستې په اړه معلومات وړاندې کړي.برمک وويل، د دوشنبې زلزلې په پايله کې د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ کسان مړه او ٥٥٦ کسان ټپيان شوي او د دې تر څنګ، ٧٦٣٠ کورونه، ١٢ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او ٢٠ اداري واحدونه ويجاړ شوي دي.هغه زياته کړه چې ترکيه، هند، ايران، ترکمنستان او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى دى.