د کندوز ښار په جګړه کې ١٦٦ ملکي وګړي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65297
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-29

د کندوز ښار په جګړه کې ١٦٦ ملکي وګړي وژل شوي، ١٣٠٠ ټپيان دي، ١٢ دولتي ادارې سوځېدلې او د ٦٣ نورو ادارو وسايل او تجهيزات چور شوي دي.کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه طالبانو ونيو، خو امنيتي ځواکونو د دوو اونيو په ترڅ کې له طالبانو پاک کړ.د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي، د کندوز ښار په سقوط کې له ١٦٠ زيات ملکيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.هغه زياته کړه، تر اوسه دغه لومړنۍ شمېرې دي او د دې احتمال شته چې په دغو شمېرو کې بدلون هم راشي.