روسي استخباراتو د طالبانو او داعش له لوري پر منځنۍ اسیا د یرغل د خطر په وړاندې خبرداری ورکړی دی .د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په پوله کې د طالبانو، چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره وفاداري اعلان کړې ده، راغونډېدو پر منځنۍ اسیا د برید خطر خورا زیات کړی دی.