په سوریه کې د جګړې درولو لپاره له سره خبرې کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65300
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-30

د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ملګري او مخالفین سره سلا شوي، چې د سوريې جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې هلې ځلې بيا نوې کړي. د سوريې جګړې په اړه دغه خبرې چې د اتريش پلازمېنې ويېنا کې کېدې، د ولسمشر اسد مهم ملګري ايران هم په کې د لومړي ځل لپاره ګډون درلود. د ګډونوالو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران سلا شوي چې له ملګريو ملتونو د يوه داسې بهير پيلولو غوښتنه وکړي چې اوربند او بيا د ټاکنو ترسره کېدو ته لار هواره کړي. خو دوی د ولسمشر اسد د برخليک په اړه سلا ونه شوی کړی. ټاکل شوې، په دې اړه نورې خبرې دوو اونيو کې ترسره شي.