وسله وال طالبان وايي، په هغو سيمو کې چې زلزله شوې، د عملياتو پلان نه لري، تر څو خلکو ته مرستې سمې ورسيږي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته ویلي چې که په يادو سيمو کې پر دوى بريد وشي، نو دفاع به وکړي. د تېرې دوشنبې په ورځ يوې زورورې زلزلې چې مرکز يې په بدخشان کې و، د هېواد مرکز او يو شمېر ولايتونه سخت ولړزول. د خپرو شويو راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ تنه مړه شوي، ٥٥٦ نور ژوبل دي او ۷۶۳۰ کورونه،۱۲ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او شل اداري واحدونه ويجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي. دا مهال له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ روانه ده.