مکن: امریکا او لویدیځ په افغانستان کې ناکام شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65303
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-30

مخکښ امریکایی سناتور جان مکن وايي د امریکا او لوېدیځ تر ناکامۍ وروسته افغانستان روسیې ته د دوستۍ لاس اوږد کړی دی. نوموړي ویلي افغانستان ځکه له روسیې د مرستې غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې د امریکا تګلاره له ماتې سره مخ شوه. نوموړي له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې روسیه او ایران د امریکا ستر رقیبان بللي او ویلي یې دي چې لکه د عراق، سوریې او اوکراین په څېر یې په افغانستان کې هم ډګر خپلو رقیبانو ته پرېښوود. دغه امریکايي سناتو دا څرګندونې وروسته له دې کړې چې په دې ورو ستیو کې داسې راپورنه خپاره شول چې ولسمشر اشرف غني له روسیې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې ده.