وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لاره تړلې ده. دغه لار پرون سهار د "شوات" په سيمه کې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده. ځايي وسلوالو طالبانو ویلي چې دغه لاره یې د جنګي تکتيک له مخې تړلې ده. هغوى وايي چې دغه لار به تر نامعلومې مودې تړلې وي. د پکتيا امنيه قوندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، سيمې ته يې امنيتي ځواکونه ليږلي تر څو دغه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيزي . د هغه په وينا، وسلوالو ځکه دغه لار تړلې تر څو په سيمه کې بريدونه وکړي او سيمه ييزو امنيتي ځواکونو ته مرستندويه ځواک ور ونه رسيږي .