ولسي جرګه: امریکا دې پر افغان پالیسۍ له سره کتنه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65307
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-30

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی د امریکا له حکومته غواړي چې د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ او مرستو له سره کتنه وکړي. دا غوښتنې وروسته له هغه مطرح کېږي چې امریکايي سناتور جان مککین د افغانستان په اړه د بارک اوباما پر پالیسیو سخت انتقاد وکړ او هغه یې ناکامې بللې دي. په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، امریکا په ډېرې بېړې له افغانستانه خپل محارب سرتېري وایستل چې دا کار باید د افغانستان عیني او ذهني واقعیتونو ته په کتو سره شوی وای. یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکايي سناتور جان مککین په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په پالیسیو سخت انتقاد وکړي، د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال د امریکا له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو او مرستو له سره کتنه وکړي. محمد نذیر احمدزي پرون له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې له امریکا غوښتي چې امریکا دې ځکه په خپلو پالیسو کې بدلون راولي چې افغانستان د داعش په نوم له یوې بلې نوې پدیدې سره په جګړه کې ښکېل دی او ګواښونه یې ډېر کړي دي. هغه وايي: "د امریکا له متحده ایالاتو څخه زموږ هیله دا ده چې د افغانستان په اړه په خپله تېره دیارلس کلنه پالیسي کې بدلون راولي؛ ځکه افغانستان د داعش په نوم له یوې نوې پدیدې سره په جګړه کې ښکېل دی، د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي او دفاعي تړون یواځې د طالبانو او القاعدې په اړه و، داعش اوس یو نوی خطر راپیدا شوی امریکا باید په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي. " احمدزي د جان مککین څرګندونو ته په کتو ټینګار کوي چې اوس هم په افغانستان کې ستونزې شته چې باید ورته پام وشي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سناتور جان مککین ویلي پر افغانستان باندې د امریکا د محدود تمرکز له امله افغان حکومت اړ شوی چې له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه وکړي. که څه هم تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې جمهوري ریاست اعلان کړی و چې د هوايي ځواک او درنو وسلو په برخه کې د روسیې هغو مرستو ته سترګې په لار دی چې دغه هېواد له افغانستان سره ژمنه کړې وه. د دې ترڅنګ د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ملي شورا یوه پلاوي هم په دې وروستیو کې دغه هېواد ته سفرونه درلودل، څو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د روسیې مرستې را جلب کړي. په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له افغانستان د امریکايي محارب سرتېرو پر بېړه ایستلو باندې انتقاد کړی او په دې برخه کې د امریکايي چارواکو پالیسي یوه تېروتنه بولي. د دغو کارپوهانو له ډلې حاجي سید داوود هم وايي چې امریکا باید د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو جدي او له سره کتنه وکړي. هغه زیاتوي: ((امریکا هغه وخت چې له افغانستان د خپلو سرتېرو د ویستلو نېټه اعلان کړه، دا موضوع په ډېره بېړه نړېوالو ته ورسېده، امریکا باید د افغانستان ذهني او عیني واقعیتونه درک کړی وای، همدا رنګه د افغان سرتېرو وضعیت او هغه جګړه چې په افغانستان کې روانه ده هغه یې هم باید درک کړی وای، چې دا هرڅه په بېړه سره وشول اوس هم باید امریکا د افغانستان په اړه په خپلو پالیسو له سره کتنه وکړي.)) دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشربارک اوباما له دې وړاندې افغانستان یو خطرناک هېواد بللی، خو ویلي یې دي که څه هم د امریکا محاربوي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی خو هېواد یې له افغانستان سره کړو وعدو ته ژمنه دی. بل خوا د سیاسي چارو ځيني کارپوهان د امریکايي سناتور جان مککین وروستۍ څرګندونې د جمهوريت غوښتونکي او ډيموکراټ ګوندونو خپل منځي اختلاف بولي چې د دوی په وینا تر ډېره دا ډول څرګندونې د امریکا په انتخاباتي مبارزو کې مطرح کېږي. دوی سپارښتنه کوي چې امریکا باید په هغو ژمنو باندې چې له افغانستان سره په پوځي، اقتصادي، سیاسي او نورو بېلابېلو برخو کې کړې ټینګه ودریږي، څو یاد هېواد یوځل بیا د تروریزم په ځاله بدل نه شي.