د کندهار په شمال لويديځ کي پرته ولسوالي غورک د وسله والو طالبانو له ګواښه ژغورل سوې ده او دا مهال هلته دوامداره نظامي عمليات پيل سوي دي .
د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د غورک ولسوالۍ څخه د نژدې ليدنه وکړه .
نوموړی د غورک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوودشاه وفادار هم ملګری کړی دی ، څو هلته امنتي اوضاع په ګډه وڅيړي .
غورک ته په رسيدو سره سمدستي د امنتي پوستو او افغان سرتيرو څخه ليدنه پيل سوه ، پر دې ولسوالۍ د يوې مياشتي راهيسي وسله والو طالبانو سخت بريدونه وکړه خو ولسوالۍ ته يي سقوط ور نه کړ .
دواړو فوځي قوماندانانو هر څه له نژدې وکتل او د امنتي ځواکونو د مورال د قوي کيدو دپاره يي د افغان امنتي ځواکونو د ساتني ستاينه وکړه .
امنيه قوماندان پآسوال عبدالرازق وايي چي غورک د هلمند د سنګين او د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري ، ده نوموړي په وينا چي د وسله والو طالبانو تر څنګ د نشه ايي توکو د قاچاق مافيا هم هڅه کوي چي غورک د خپلو فعاليتونو مرکز وګرځوي .
امنيه قوماندان په سيمه کي خبريالانو ته وويل ، چي دلته وسله وال طالبان د پاکستاني کړيو په مشري فعاليت کوي ، نوموړی وايي چي افغان امنتي ځواکونه يي په وړاندي قوي دي او اجازه نه ورکوي چي هغوی ولسوالي ونيسي .
پاسوال عبدالرازق زياته کړه چي د غورک ولسوالۍ په وروستيو نښتو کي پنځوسو وسله والو مخالفينو او ديرشو امنتي سرتيرو ته مرګ ژوبه اوښتې ده .
د غورک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چي د وروستيو نا امنيو په ترڅ کي يې زراعت ته هم لوی زيانونه اوښتي دي .
د دې ولسوالۍ اکثريت کلي له خلګو څخه تش او ډير کم خلګ د انارو د باغونو د حاصل لپاره په خپلو سيمو کي پاته دي .
د غورک ولسوالۍ د نا امنيو په اړه د کندهار ولايتي نظامي شورا تيره اونۍ پريکړه کړې چي د ملي اردو او پوليسو هغه مسئولين به نظامي څارنوالۍ ته معرفي کړي چي د نوموړي ولسوالۍ په امنيت کي پاته راغلي وه .