مسعود: له طالبانو سره د سولې خبرې بې معنا او د پاکستان په ګټه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65311
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-31

په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود وايي چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو حل لاره سوله نه ده، بلکې اوږدې جګړې ته باید چمتووالی ونیول شي. دی دغه راز زیاتوي چې پاکستان په افغانستان کې د شاه شجاع او یعقوب خان په څېر کسانو په لټه کې دی او د دې لپاره یې طالبان مامور کړي دي. یو شمېر شنونکي د مسعود دغه څرګندونې د افغانستان د اوسنیو حالاتو پر زیان بولي او زیاتوي چې د حکومت له منځه دغه ډول څرګندونې عاموژنې ته لمن وهل دي او یو شمېر کړۍ ځکه دغه کار کوي چې د سولې له خبرو سره یې شخصي ګټې په خطر کې لوېږي. احمدضیا مسعود تېره ورځ په کابل کې د خبریالانو د ستاینې یوې غونډې ته وویل چې طالبان یوه ترهګره ډله او د پاکستان د موخو وسیله دي چې افغانان پرې وژني او له داسې یوې ډلې سره چې د پردیو د موخو لپاره جنګېږي د سولې خبرې هېڅ معنا نه لري. ده وویل، پاکستان په افغانستان کې یو لاسپوڅی حکومت او د شاه شجاع او یعقوب خان په څېر کسان غواړي تر څو په سوېلي او منځنۍ اسیا کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي او د ډیورنډ کرښې په څېر د افغانانو ارزښتونه د ځان په ګټه وکاروي. مسعود زیاته کړه چې افغان جګړه له طالبانو سره پر سوله پای ته نه رسېږي نو ځکه باید افغانان د اوږدې جګړې لپاره تابیا ونیسي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د افغانستان په جګړه او ناامنيو کې د پاکستاني ملي ګټې خوندي دي نو بیا د کوم منطق له مخې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي؟ مسعود له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې د طالبانو په څېر د نورو ترهګرو اصلي څېرې خلکو ته ور وپېژني. احمدضیا مسعود په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر او اجرائیه رییس لا هم سوله خپل لومړیتوب او د جګړې پای ته رسول خپل مسوولیت ګڼي. تر دې وړاندې هم څو ځلې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې یو شمېر کړۍ د حکومت له منځه د سولې د خبرو مخالفت کوي او له همدې امله په دې برخه کې کوم پرمختګ نه رامنځ ته کېږي. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، د سولې په مخالفت د حکومت له منځه د غږ اوچتول په دې معنا دي چې له یو لوري حکومت سره پاشل شوی او له بل لوري لا هم د ولس وژنې پلان شته. شاهین سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، هغه کړۍ چې تېر څوارلس کاله یې د سولې پروسه اخلالوله، اوس هم د سولې مخالف او د جګړې پلوې دي او دا ځکه چې د سولې په خبرو سره د هغوی شخصي ګټې په خطر کې لوېږي. د ده په وینا، کله چې ولسمشر یو، مرستیالان یې بل، اجرائیه رییس جلا او مرستیالان او خاص استازي یې جلا نظر ولري، دا د حکومت پاشل کېدا ښيي او په ډاګه کوي چې د ملي یووالي حکومت دریځ به واحد نه شي. شاهین وايي، د ملت غوښتنه سوله او د وینو د تویېدو پای ته رسول دي؛ خو که حکومت یې نه شي پوره کولی، د ولس او حکومت لارې به سره جلا شي. خو د سولې عالي شورا بیا د سولې هڅې روانې بولي او په خبره یې د افغان حکومت له چارواکو سره په همغږۍ پر مخ ځي. د یادې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد په وینا، د سولې پروسه د حکومت له پروګرام سره سمه پر مخ روانه ده. خو اجرائیه ریاست وايي چې د احمدضیا مسعود څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او سوله لا هم د افغان حکومت لومړیتوب دی. د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، سوله د ټول ولس لومړنی غوښتنه ده نو ځکه حکومت هم سولې ته ژمن دی؛ خو تګلاره یې د پخوا په پرتله تغیر کړې ده. فیصل وویل چې دی د ولسمشر د ځانګړې استازي د څرګندونو په اړه څه نه شي ویلی؛ خو له پاکستان سره د باور جوړونې پر فضا لا هم خبرې روانې دي.