په لوېدلې روسۍ الوتکه کې سپاره ټول ۲۲۴ کسان مړه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65312
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-31

د مصر په سیناء ټاپووزمه کې په لوېدلې روسۍ الوتکه کې سپاره ټول ۲۲۴ کسان مړه شوي دي. الوتکه له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ښار ته روانه وه. د الوتکې ټوټې له العریش ښار نه لوېدیځ لوري ته نژدې ۵۰ کیلومتره لیرې د سیناء ټاپووزمې الحسنه مرکز ته نژدې په یوه کلي کې موندل شوې. رویټرز خبري آژانس د پلټونکې ډلې د یوه افسر له قوله ویلي الوتکه دوې ټوټې شوې، یوې یې اور اخیستی او بله پر لویو تیږو لګېدلې ده.