ولسي جرګه: له امریکا سره پر امنیتي تړون باید له سره غور وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65313
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-31

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه وکړه. دوی وايي له واشنګټن سره د کابل دوه اړخیز امنیتي تړون ګټه نه لري ځکه چې امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته لازمې وسلې نه ورکوي او دا د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د افغان لوري یو مهم شرط و. په ولسي جرګه کې د بلخ یوه استازي مولوي عبدالرحمن رحماني ویلي امریکا د امنیتي تړون پر اساس افغان امنیتي ځواکونو ته وسلې نه دي ورکړې او دا مسله د پوښتنې وړ ده. یوه بل وکیل عباس ابراهیم زاده ویلي چې امریکایان په خپلو ژمنو کې ریښتیني نه دي.