د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني د ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود پر وروستیو څرګندونو چې د سولې له خبرو سره یې مخالفت کړی، نیوکه کوي او وايي د هغه څرګندونې د افغانانو پر زیان دي. مسعود پرون یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو حل لاره سوله نه بلکې د اوږدې جګړې تابیا ده. کارپوهان وايي چې د حکومت له منځه دغه ډول څرګندونې عام وژنې ته لمن وهل دي او یو شمېر کړۍ ځکه دغه کار کوي، چې د سولې په خبرو سره یې شخصي ګټې په خطر کې کیږي. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي هغه کړۍ چې تیر څوارلس کاله یې د سولې پروسه اخلالوله اوس هم د سولې مخالفت او د جګړې پلوي دي.