په جاغوریو ولسوالۍ کې ۱۴ تښتول شوي زابلیان خوشي شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65315
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-31

د زابل ولايتي شورا وايي د غزني د جاغوريو ولسوالۍ د خلکو له خوا له د دغه ولايت ١٤ تښتول شوي وګړي خوشي شوي دي. د زابل د ولايتي شورا وکيل اسدالله کاکړ وايي، دغه کسان تېره اوونۍ د غزني د جاغوريو ولسوالۍ د ځينو اوسېدونکو له خوا تښتول شوي وو. دى وايي تښتول شوي نن سهار د ولسمشر له لوري د ټاکل شوي پلاوي، ولايتي شورا او قومي مشرانو په هڅو خوشي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي. په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي حمید الله توخي تېره اونۍ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د غزني د جاغوریو ولسوالۍ یو شمېر هزاره اوسېدونکو په خاک افغان ولسوالۍ کې د پښتنو پر یوه کور برید کړی، د کور مشر یې وژلی او د ۱۴ ښځې او ماشومان یې له ځانه سره تښتولي وو.