لغمان والي عبدالجبارنعیمي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر عبدالباري جهاني سره لیدنه وکړه په دغه لیدنه کې په لغمان ولایت کې د تاریخي ابداتو د ساتنې،رغونې،رسنیو د فعالیت او عامه کتابتون د جوړیدو په اړه خبرې وشوې. په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار هارون حکیمي، د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس پټان او یو شمیر نورو مسوولینو هم حضور درلود.
لغمان والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر وغوښتل چې په لغمان ولایت کې د سراج تاریخي کلا او بڼ رغونې او ساتنې ته ځانګړې توجه وکړي ترڅو د افغانستان یوه ملي،تاریخي او فرهنګي شتمني وژغورل شي.
همداشان نوموړي په دغه لیدنه کې وویل چې لغمان ولایت کې د رسنیو فعالیت ډیر کمزوری ملي او نړیوالې رسنۍ هلته خپل استازي نه لري د یاد وزارت څخه یې وغوښتل چې یاد ولایت ته د ملي او نړیوالو رسنیو د توجه په جلب کې اساسي همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر عبدالباري جهاني د لغمان ولایت مقام د هغه هڅو څخه خوښي څرګنده کړه چې د ولایت د نورو برخو ترڅنګ یې د تاریخي ابداتو د ساتنې او فرهنګي بډاینې په خاطر تر سره کوي، نوموړي وویل چې د لغمان ولایت ټولې اساسي غوښتنې او لومړیتوبونه يې ترلاسه کړي او اساسي لومړیتوبونو ته به د پلان سره سمه رسیدګي وکړي.
جهاني دا هم وویل چې د سراج کلا رغونه یې کاري لومړیتوب دی او په راتلونکي کال کې به ددغه کلا د رغوني لومړني کارونه پیل کړي.