د چارو یو شمېر شنونکي د ملي موضوعاتو په اړه د حکومت وېشلی دریځ د اندېښنې وړ بولي او په وینا یې دغه کار ولس پر حکومت نور هم بې باوره کوي.
شنونکي دغه څرګندونې له هغه ورسته کوي چې د سولې په اړه په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر استازي له طالبانو سره سوله غیر معقوله غوښتنه وبلله او د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دوی له هغه چا سره سوله کوي چې د افغانستان اساسي قانون ومني او ملي ګټو ته ژمن وي.
سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک وايي، د ملي موضوعاتو په اړه د حکومت وېشلی دریځ دا په ډاګه کوي چې دلته د واک مختلف مراکز موجود دي او هغه څه چې حکومت ورته ویل کېږي، په افغانستان کې نشته.
د ده په وینا، ولسمشر، اجرائیه رییس، جنرال دوستم، محقق او دې ته ورته نورې څېرې جلا جلا واکداران دي او هر یو یې خپل نظر لري.
د ځواک په وینا، د سولې په اړه د حکومت د ارادې نشتوالی او مختلف دریځونه دا ښيي چې لا هم د امریکا هغه پلان د پلي کېدو په حال کې دی چې په افغانستان کې د جګړې غځول غواړي.
دی وايي، د احمدضیا مسعود وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو سره یې سوله غیر معقوله غوښتنه بللې، دا ښيي چې د حکومت په نوم واکمنې د حکومت جزیرې د ولس استازیتوب نه کوي.
د ځواک په وینا، ولس له حکومت سره خورا په واټن کې شوی او هره ورځ له حکومتي دريځه وېشلې څرګندونې ولس د حکومت مخالفت ته بیايي.
د شنونکو په باور، له خلکو اوس دا ورکه ده چې د حکومت په استازیتوب د چا نظر ومني.
څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا مرستیال حنیف اتمر طالبان ترهګر وبلل، ولسمشر په خپلو څرګندونو کې طالبان سیاسي مخالفین بولي، احمدضیا مسعود یې ترهګر بولي او اجرائیه رییس یې بیا په څو ډلو وېشي.
د سولې عالي شورا بیا لا هم ځان سولې ته ژمن بولي او په وینا یې دوی له خپلې تګلارې سره سم پر مخ روان دي.
سوله په ملي موضوعاتو کې د حکومت د وېشلو دریځونو یوه بېلګه ده، پوځي عملیات او قومي مسايل نور هغه ټکي دي چې له حکومته پرې هر چارواکی بېل نظر ورکوي.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي چې ولس حیران دی د حکومت په استازیتوب د چا نظر ومني.
نوموړي سرنوشت ته وویل، که په ملي مسايلو کې حکومت همداسې وېشلی دریځ ولري ولس به غبرګون ته اړ کړي.
خو د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل سرنوشت ته وویل چې حکومت د سولې په اړه لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی او سوله ورته لومړیتوب دی.
ده وویل چې احمدضیا مسعود د ولسمشر سلاکار دی او د څرګندونو په اړه یې باید په خپله وضاحت ورکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ارګ نظر هم واخلو چې د حکومت په استازیتوب د چا نظر د منلو دی؛ خو له بیا بیا هڅو سره بریالي نه شوو.
د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي دری ورځې وړاندې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې حکومت له هغو طالبانو سره سوله کوي چې اساسي قانون ومني او ملي ګټو ته ژمنتیا وښيي.