سليمان خېل: وسله وال په وازې خوا ولسوالۍ کې د دولتي کسانو او قومي مشرانو کورنه سوځوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65333
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-01

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په وازې خوا ولسوالۍ کې د دولتي کسانو د کورونو پر سوځولو او د قومي مشرانو په وژلو پيل کړى دى. افسر خان سليمان خېل وايي له همدې کبله خلکو هم د وسله طالبانو پر ضد جګړه پيل کړې، خو افغان دولت دې د وسلو او مهماتو مرسته ورسره وکړي. د ولایتي شورا مشر وايي طالبانو د څو عسکرو او دولتي مامورينو کورونه سوځولي او د دوو عسکرو سپين ږيري پلرونه يې هم د خلکو په مخ کې وژلي دي. سلېمانخېل زیاته کړې اوسمهال د پکتيکا دوازې خوا، تروې، وړممۍ، زيړوک، ګيان، نکه او ګومل ولسوالۍ ټولې لارې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي.