د پاکستان د اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې دې ډلې ملا محمد رسول وروسته له دې د خپل مشر په توګه وټاکه چې د مشرۍ پر سر د رامنځته شوي اختلاف لپاره د طالب مشرانو هڅې ناکامې شوې. د منصور د مخالفې ډلې قوماندانانو ویلي چې دوی ملا منصور دادالله د لومړي او شېرمحمد منصور د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي. ملا محمد رسول یو له هغو کسان څخه وه چې له پیله یې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی و.