Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
مالیې وزارت د ملي بودجې له لارې د بهرنیو مرستو د لګولو غوښته وکړه د مالیې وزارت وايي چې له افغانستان سره راتلونکې نړیوالې مرستې به د ملي بودجې له لارې لګول کېږي. تر دې مخکې په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره شوې نړیوالې مرستې په مستقیم ډول د بهرنیو مرستو کوونکو له خوا لګول کېدلې. په ۲۰۱۱ کال کې د توکیو په نړیوال کنفرانس کې له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه د افغانستان غوښتنه دا وه، چې د بدلون په لسیزه کې له دغه هېواد سره کېدونکې نړیوالې مرستې باید د ملي بودجې له لارې ولګول شي. په دغه کنفرانس کې ومنل شوه چې افغانستان به د نړیوالو مرستو پنځوس سلنه د خپلو ملي لومړیتوبونو پر بنسټ د ملي بودجې له لارې مصرفوي. د مالیې وزارت هغه نړیوالې مرستې چې د ملي بودجې له لارې لګول کېږي، د هغو په پرتله ډېرې اغېزناکې بولي چې د ډونرانو له خوا په مستقیم ډول په مصرف رسېږي. د مالیې وزارت وايي چې په دې اړه له نړیوالو مرستو کوونکو سره خبرې شوې دي او هغوی هم په مشروط ډول د افغانستان دغه غوښتنه منلې ده. په هغې غونډه کې چې پرون په دغه وزارت د «د نظارت او همغږۍ بورډ د ناستې» تر نامه لاندې جوړه شوې وه، د مالیې وزارت د نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او هېوادونو له استازو سره دغه خبره شریکه کړه. دغه غونډه د مالیې د وزیر اکلیل احمد حکیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې موخه یې د افغانستان په اړه د وارسا راتلونکي نړیوال کنفرانس ته چمتو والی ښودل شوی دی. د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي چې د نړیوالو مرستو کوونکو هېوادونو او بنسټونو د همغږۍ په دې غونډه کې په وارسا کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وشوې. د هغه د معلوماتو له مخې د وارسا په غونډه کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې جوړه شي، نړیوال مرسته کوونکي هېوادونه به د افغان ځواکونو د تمویل په اړه خپلې ژمنې تازه کړي. د هغه په خبره، دغه کنفرانس به د روان کال په ډسمبر میاشت کې جوړ شي، چې په کې به نړیوالو مرسته کوونکو ته د ملي وحدت حکومت د پرمختګونو، شفافیت او پلانونو په اړه معلومات ورکړل شي. د عبدالرحیمزي په وینا، د مالیې وزارت په پام کې لري چې راتلونکې نړیوالې مرستې سمې مدیریت شي او د افغانستان لومړیتوبونه په کې په پام کې ونیول شي. هغه همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې راتلونکې مرستې به د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو او غوښتنو سره سمې ولګول شي. نوموړي زیاته کړه، چې مرسته کوونکو هېوادونو د افغانستان دغه غوښتنه په مشروط ډول منلې ده. د هغه د معلوماتو له مخې، د فساد پر وړاندې مبارزه، ښه حکومتولي او د مرستو په لګولو کې اغېزمنتوب هغه څه دي چې نړیوال یې له افغانستان څخه د هغو د تطبیق غوښتنه کوي. عبدالرحیمزي وویل چې افغانستان به په راتلونکو دوو کنفرانسونو کې چې یو یې د افغان ځواکونو د تمویل او بل یې په ملکي برخه کې د مرستو د جذبولو په برخه کې جوړېږي، له مشخصې اجنډا سره ګډون وکړي.
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65335احمد فیصلدخبریدو نیټه : 2015-11-02د مالیې وزارت وايي چې له افغانستان سره راتلونکې نړیوالې مرستې به د ملي بودجې له لارې لګول کېږي.
تر دې مخکې په تېره یوه لسیزه کې له افغانستان سره شوې نړیوالې مرستې په مستقیم ډول د بهرنیو مرستو کوونکو له خوا لګول کېدلې.
په ۲۰۱۱ کال کې د توکیو په نړیوال کنفرانس کې له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه د افغانستان غوښتنه دا وه، چې د بدلون په لسیزه کې له دغه هېواد سره کېدونکې نړیوالې مرستې باید د ملي بودجې له لارې ولګول شي.
په دغه کنفرانس کې ومنل شوه چې افغانستان به د نړیوالو مرستو پنځوس سلنه د خپلو ملي لومړیتوبونو پر بنسټ د ملي بودجې له لارې مصرفوي.
د مالیې وزارت هغه نړیوالې مرستې چې د ملي بودجې له لارې لګول کېږي، د هغو په پرتله ډېرې اغېزناکې بولي چې د ډونرانو له خوا په مستقیم ډول په مصرف رسېږي.
د مالیې وزارت وايي چې په دې اړه له نړیوالو مرستو کوونکو سره خبرې شوې دي او هغوی هم په مشروط ډول د افغانستان دغه غوښتنه منلې ده.
په هغې غونډه کې چې پرون په دغه وزارت د «د نظارت او همغږۍ بورډ د ناستې» تر نامه لاندې جوړه شوې وه، د مالیې وزارت د نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او هېوادونو له استازو سره دغه خبره شریکه کړه.
دغه غونډه د مالیې د وزیر اکلیل احمد حکیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې موخه یې د افغانستان په اړه د وارسا راتلونکي نړیوال کنفرانس ته چمتو والی ښودل شوی دی.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي چې د نړیوالو مرستو کوونکو هېوادونو او بنسټونو د همغږۍ په دې غونډه کې په وارسا کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وشوې.
د هغه د معلوماتو له مخې د وارسا په غونډه کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې جوړه شي، نړیوال مرسته کوونکي هېوادونه به د افغان ځواکونو د تمویل په اړه خپلې ژمنې تازه کړي.
د هغه په خبره، دغه کنفرانس به د روان کال په ډسمبر میاشت کې جوړ شي، چې په کې به نړیوالو مرسته کوونکو ته د ملي وحدت حکومت د پرمختګونو، شفافیت او پلانونو په اړه معلومات ورکړل شي.
د عبدالرحیمزي په وینا، د مالیې وزارت په پام کې لري چې راتلونکې نړیوالې مرستې سمې مدیریت شي او د افغانستان لومړیتوبونه په کې په پام کې ونیول شي.
هغه همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې راتلونکې مرستې به د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو او غوښتنو سره سمې ولګول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې مرسته کوونکو هېوادونو د افغانستان دغه غوښتنه په مشروط ډول منلې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د فساد پر وړاندې مبارزه، ښه حکومتولي او د مرستو په لګولو کې اغېزمنتوب هغه څه دي چې نړیوال یې له افغانستان څخه د هغو د تطبیق غوښتنه کوي.
عبدالرحیمزي وویل چې افغانستان به په راتلونکو دوو کنفرانسونو کې چې یو یې د افغان ځواکونو د تمویل او بل یې په ملکي برخه کې د مرستو د جذبولو په برخه کې جوړېږي، له مشخصې اجنډا سره ګډون وکړي.