د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼه وايي دغه هېواد د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی. ورځپاڼه وايي چې منپریت وهرا له ستراتیژیک نظره په مهم هیواد افغانستان کې د امرسینها پر ځای ټاکل شوی. د هند د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې وهرا یې په کابل کې سفیر ګومارلی دی. د دغه وزارت په وینا وهرا تر دې وړاندې هم په بهرنیو چارو وزارت کې پر لوړو څوکیو کار کړی. وهرا له ۱۹۸۸ م کال راهیسي د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي او ټاکل شوې ده چې د نوي دندې د پیلولو لپاره ژر کابل ته لاړ شي.