د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړي څارونکي بنسټ سیګار ویلي په شبرغان کې د ګازي موټرو لپاره دغه جوړ شوي سټېشن ته ورته سټېشنونه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان کې په پنځه لکه ډالره جوړېږي. خو د امریکا پوځ په افغانستان کې د ګازو د یوه سټېشن پر جوړولو ۴۳ میلیونه ډالره ضایع کړي. سیګار پر پنټاګون نیوکه کړې چې د پروژې تر پلي کېدو وړاندې یې د هغه لګښت او عملي کېدو په اړه څېړنه نه ده کړې.