د اټغر ولسوالۍ له شاوخوا شپږو مياشتو کلابندۍ خلاصه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65340
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-02

د زابل چارواکي وايي چې د دغه ولايت د اټغر ولسوالۍ له شاوخوا شپږو مياشتو وروسته د وسله والو طالبانو له کلابندۍ خلاصه شوه. د زابل چارواکي وايي چې اټغر ولسوالۍ يې تر ۶ مياشتې وروسته د وسله والو مخالفينو له محاصرې خلاصه کړه او هلته يې د نوي ولسوال دګومارلو تر څنګ د تذکرو د وېش لړۍ يو ځل بيا پيل کړه. دوی وايي، ولايتي اداره پلان لري چې په دې ولسوالۍ کې ټولې ملکي ادارې فعالې کړي. چارواکي وايي، تېره اوونۍ امنيتي کاروان دې ولسوالۍ ته تللى و چې لاره يې خلاصه او محاصره يې ماته کړه . د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان د دولت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او غږ پرې کوي چې د خلکو لومړنيو او اساسي غوښتنو ته دې ځواب ووايي، تر څو د دولت او ملت تر منځ شته واټن له منځه ولاړ شي.