د ملي تاریخ ځلانـده څېره افضل خان لالا له نړۍ لاړ
امریکا، ۲ نومبر ۲۰۱۵= اا لـړم ۱۳۹۴
سیاستپوه او حقوقپوه افضل خان لالا(۱۹۳۱- ۱ نومبر ۲۰۱۵) ) په ټول افغانستان کې زړه ور او منطقي واګـیالی( سیاستمدار) د سوات په درشخیله کې خاورو ته وسپارل شو. افضل خان لا لا د میـړانې او سولې په غیـږ کې لوی شوی و او له دې امله ورته د ټول افغانستان پښتنو د «لالا» (مشر ورور) په سترګه کتل. د ۱۹۷۹ د دسمبر په وروستیو کې شوروي اتحاد په افغانستان بربـڼـډ یرغل وکړ. له دې املـه زه (ځیرکیار) د خپلې کورنۍ سره پیاده د پکتیا/ترې منګل له لارې د ۱۹۸۰ د می په لومړۍ یا دوهمه نیټه له کابل نه د افغانستان د ژمي پلازمینې(پایتخت) پـیښـور تـه ورسیدلم. هلته مې د صدر بازار په ګرین هوټل کې واړول. یو اروپایي اخبار (په ګومان سره د سویس « نُیې څیوریښر څایټونګ») زما په اړه څه لیکلي و. له جرمني نه ډاکټر ماما کبیر ستوري افضل خان ماما خبر کړی و چې زه پیښور ته رسیدلی یم او باید چې زما د حفاظت تابیا وکړي.
افضل خان لالا او ډاکتر کبیر ستوری
شخصاَ د فخر افغان باچا خان سره زما( ځیرکیار) کورنۍ راشه درشه لرله. هغه د هسک څښتن د «بندګانو خادم»و. خو باچا خان فخر افغان په پیښور که نه و چې ورشم او زما سره د خدای د بنده په څیر مرسته وکړي. هغه مهال چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، باچا خان د ټول افغانستان روانه بخوله(فاجعه) د «روس او امریکې» جنګ وګاڼه. په پیښورکې د پیر صاحب سید احمد ګیلاني مشر وراره کوماندان و.دغه منلي کوماندان ورور د ګرین هوټل منیجر ته خپل دوه پیژاند کارډونه ورکړل او ورته ویې ویل چې زه د هغه میلمه یم او که زما(ځیرکیار) سره څوک له زور نه کار اخلي، باید د هوټل موظف منیجر فوراَ کوماندان صاحب خبر کړي. زه د پیر صاحب او کوماندان صاحب له اخلاص نه مننه کوم. یو څو ورځې وروسته چې مازیګر هوټل ته ورستون شوم، منیجر راته وویل چې افضل خان لالا ټلفون کړی دی چې دی (منیجر) به په هوټل کې زما د حفاظت مسول وي او هغه ته به سم دلاسه ټلفون کوي. هغه مهال ما د افضل خان لالا سره پیـژندګلوي نلرله. زه پوه شوم چې دا کار به ډاکتر ماما کبیر ستوري کړی وي. افضل خان لا لا زړه ور او زړه سواندې پښتون مشر و. ما هغه لیدلی نه و. خو کله به چې جرمني ته راغی، نو ماته به ډاکتر ما ما کبیر ستوري او نومیالي افغان افضل خان لالا ټلفون را کاوه. پـیاوړیـه مشره افضل خان لالا! ستا سـر د ځینو نـورو په شان د خیټې لاندې نه و، بلکې د اوږو د پاسه و. ته میـړنی وې – هغـسې میـړنی چې په ویـر او په سنـدرو کې یادیـږي. زما عالمه مشره! ستا «پښتون قامي وحدت» (۱۹۹۶) رسالې (نومبر ۱۹۹۶) سره زه موافق یم چې: « د یویشتمې صدۍ اغاز باید دا فرق راولي چې د پښتنو د وحدت مسله د جبر په ځای د امن، برداشت، افهام و تفهیم په قامي روادارۍ او زغـم تر سره شي نو په دنیا او خصوصاَ دې سیمه کې به د امن او خوشحالۍ یو نوی دور پیل شي.» او س به موږ لوستونکي د افضل خان لالا د یـوې مهمې مرکې سره اشنا کړو چې د منلي سیاسي او کلتوري ژورنالیست محّمد اصف وردګ سره یې کړې وه او د نیول شوي افغانستان د مشرتابه ملي – افغاني ظرفـیت په ډاګه کوي
«زه دا حق نه لرم چې افغانستان ته خپل کور واویـم»! د لالا چغه
«زه دسکول[ښوونځی] له وخته په دی ذهن یم اوداسیاسی مفکوره می ده چی پښتانه شته اوقام[ملت] نشته. قام په ۱۸۹۳کال کی انګریزانوویشلی دی، دهغه خاوره یی تقسیم کړی ده.... لـراوبرچی زه اورَم ماته تری ډیردرد رارسیږی اوددی نه دا معلومیـږی چی موږ په لاشعـوری توګه دغاصب هغه عمل منو.
په افغانانو(پښتنو) کی لراوبرنشته. اوس هم زه تاسوته وایم چی پښتون یوقومی وحدت و، یو قومی وحدت دی اویوقومی وحدت به په خپله ترلاسه کوی. دازمایقین دی ځکه چی دایی فطری حق دی، دایی قانونی حق دی، داتقسیم نورداسی نشی پاتی کیدای، داقوم به سره یوکیـږی، ځکه دایوواحد قوم دی.
په ۱۸۹۳ کال کی انګریزانو موږله خپله اصلی کورافغانستان نه بهرکړو، په یوه حصه باندی یی دانوم«افغانستان» پریښود اونوری دری توکړی یی ځنی وشلولی اوپه هغی باندی یی داسی نوی نومونه کښیښودل چی له هغه زاړه نوم سره یی هیڅ رابطه نه وه، ځکه هغوی غوښتل چی داجـذبه پاتی نشی اوخـتمه شی...... نـوماد پـارلمان په اولنی تـقریرکی صوبی ته پښتونخـوا وویله نودقومی اسمبلی سپیکر(ویاند) چی هغه په خپله پښتون و، ترین و، دایوب خان زوی ګوهرایوب و، زه یی منع کړم، هغه وویل چی په پاکستان کی دپښتونخوا په نوم هیڅ ځای نشته، نودغه وخت ماپه اسمبلی کی په استحصال باندی خبره کوله.....
ماویل چی زه په استحصال خبره کوم نوددی نه زیات استحصال شته چی زه پښتون یم زه خپل تشخص غواړم اوتاسی وایی چی نه! ستاسی خپله پیژندګلوی اوتشخص نشته....نوبیـاسپیکرماته وویل چی ته یی ویلی شی خودخپل پارټی اوګوندله طرفه نه.
[افضل خان لالا د ولسمشر ا یوب خان ځوی ته ویلي وو چې د پاکستان مفکر محّمد اقـبال د افـغانون لـیډرشیپ منلی و: اسیا یک پیکر آب و ګل است* ملت افغان در آن پیکر دل است* از فساد او فساد اسیا* در ګشاد او ګشاد آسیا]- ځیرکیار
وردګ صیب! زموږد افغانستان د پارلمان یوغړی زموږ د اپریدو یوملګری ته ویلی وچی که دلته کی تاسی پوره غورځنګ جوړکړی اود وحد ت خبره کوی نوصحی ده اوکه پوره غورځنګ نه وی نودا بیاموږته تاوان دی.نو زه دغو ورونو ته
داسی وایم چی تاسی چی د ډیورنډ دکرښی خبره کوی نوپه داسی اندازکی یی کوی لکه په موږچی ډیراحسان کوی لکه دوی چی د دی نه د سره خبرنه وی داپه موږ احسان نه دی داعمل انګریزد ټول پښتون(افغان) سره کړی دی اوقامی وحدت یوازی د لاندی پښتنومسله نه ده بلکی د ډیورنډ کرښی پوره قام ویشلی دی، دایوقامی مسله ده، دا یقیناً یوغورځنګ غواړی خو د دی دامطلب هیڅکله نه دی چی ګنی دغه غورځنګ به دلته جوړیـږی اوفقط موږبه ورته وده ورکوو. دا د پورته افغانانوهم وظیفه ده چی خپل سیاسی رول ولوبوی اوحامد کرزی صیب او نورو ټـولوته داخبره کوم چی که په ویزه باندی پښتانه افغانستان ته ځی نوبیاخوپه غیری شعوری توګه موږ دغه استعماری کرښه خپل سرحد وټاکه. کم ازکم افغانانوته خوباید دپاسپورټ اود ویزی ضرورت نه وی لکه څنګه چی دانګریزانوپه وخت کی نه و. خدای دی وکړی چی دوی زما په خبرو پوهیدلی وی....».
وردګ: قدرمنه مشره داسی می اوریدلی دی کله چی تاسوننګرهاراوکابل ته تشریف وړی وو په ویزه تللی وی، دا رښتیاده چی خپل وطن ته په ویزه تللی وی؟
خان لالا: وردک صیب! ماپه جلال ابادکی په خپله ویناکی وویل چی ماته ډیرلوی افسوس دی چی زما دا دویم واردی چی خپل ملک اووطن افغانستان ته زه په ویزه راغلی یم. د دی نه مخکی زه د انګریزانوپه وخت کی هم راغلی وم په هغه وخت کی زه په ویزه نه یم راغلی. زه افغان یم او افغانستان چی زه یی خپل کورګڼم چی هغی ته زه په ویزه راځم نو د هغی خو دا ښکاره او صفا مطلب دی چی زه دا حق نه لـرم چی افغانستان ته خپل کـور ووایم.».
ویښ ژورنالیسټ منلي محمداصف وردک دغه مرکه په جرمنی کی دافضل خان لالاسره د زییزکال ۲۰۰۷ د جون په دوهمه اونی کی کړی وه چی د لمریز کال ۱۳۸۶دغبرګولی او دسپوږمیزکال ۱۴۲۸ دجمادی الاول سره سمون خوري. محمداصف وردګ ددغی ارزښتمنی مرکی ټول متن په لپه نومی مجله کی خپورکړی دی: لپه، دڅرک مدنی اوکلتوری ټولنی دری میاشتنی خپرونه، پرله پسی ګڼه اومه اواتمه، ۱۳۸۶ لمریز پسرلی اووړی، ۲۰۰۷. د مرکی سرلیک دادی: « خپل ملک او وطن افغانستان ته په ویزه راغلی یم»، مخونه:۳۹تر۵۲ اومخ ۶۱
زه له منلی محمداصف وردک نه ډیره مننه کوم چی ماته یی ددغی درنی مرکی د استعمالولو اجازه راکړه. ډاکټرزیرکیار(۲۵ اکتوبر۲۰۰۷ ، جوزا ۱۴، ۱۳۸۶لمریز)
ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار او ډاکتر محّمد داود میره کي