الکساندر مانتېڅکي: په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور د ترهګرو شمېر لا زیات کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65353
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-03

په کابل کې د روسیې سفیر وايي امریکا او ناټو په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې. الکساندر مانتېڅکي ویلي د امریکا د څوارلس کلن حضور پر مهال په افغانستان کې نه یوازې ترهګر کمزوري نه شول بلکې شمېر یې تر پخوا زیات او دغه هېواد لا نامنه شو. نوموړي دغه راز وویل ولسمشر پوتین ورته ویلي که افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرستې ته اړتیا لري، روسیې چمتو ده چې مرسته ورسره وکړي. ده دغه راز یادونه وکړه چې افغان حکومت باید لوېدیځ هېوادونو په افغانستان کې له روسیې سره همکارۍ ته وهڅوي. سفیر زیاته کړه روسیه نه شي غواړي په افغانستان کې له امریکا سره جګړه وکړي بلکې د همکارۍ غوښتونکې ده.