د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې ټاکل شوې په همدې اړه د خبرو لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د روانې نومبر میاشتې په اوومه نېټه نوي ډیلي ته سفر وکړي. د هند په حکومت کې ځینې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي دغه هېواد ښايي څلور مي ۲۵ روسیۍ چورلکې چې د برید کولو وړتیا لري د افغانستان حکومت ته ورکړي. تر دې وړاندې هند افغان پوځ ته د لېږد رالېږ او روزنې لپاره چورلکې ورکړې وې.