د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د چین د خلکو جمهوریت د جمهور رئیس له مرستیال ښاغلي لی یانچاو او ملګري پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې حامد کرزي په تېرو دیارلسو کلنو کې افغانستان سره د چین د مرستو مننه وکړه او د افغانستان او چین تر منځ یې دوستي پیاوړې او اړیکې ژورې او نېکې وبللې. لی یانچاو هم د افغانستان او چین اړیکې تاریخي وبللی او دواړو خواوو د دغو اړیکو په لا زیات ټینګښت تاکید وکړ.
همداراز په دغه کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او د سولې د پروسې په باب هم خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې حامد کرزي په هغه غونډه کې چې د افغانستان او چین ترمنځ د ديپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د شپېتمې کلیزې په مناسبت د جمهوري ریاست په سلام خانې ماڼۍ کې د چین د جمهور رئیس مرستیال ښاغلي لی یانچاو په ګډون جوړه شوې وه هم برخه واخیسته.