ولسمشر غني په لوګر کې د ځمکو د غاصبینو د نیولو امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65360
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-06

ولسمشراشرف غنى پرون لوګرولايت ته د سفر په ترڅ کې د ځمکو د غاصبينو دنيولو امر وکړ او ويې ويل، هېچاته به اجازه ور نه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي. هغه د سيمه ييزو چارواکو په يوه غونډه کې وويل،امنيتي ځواکونه بايد هغه کسان ونيسي چې په تېرو کلونو کې يې دولتي ځمکې غصب کړې او پر نورو يې پلورلې دي. ولسمشر غني زياته کړه، د دولتي ځمکو د څېړنې لپاره، چې ځينې کسان ورباندې د ملکيت دعوه کوي، يوه پلاوى ټاکل شوى او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي او يا يې وپلوري. نوموړي وويل، چې پلاوى به ډيرژر کار پيل او دغه ستونزه به هواره کړي.