چین د پاکستان په منځګړیتوب د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې پیل کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د همدې هڅو په لړ کې پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې کړې دي. ډېنګ ژيجون ویلي له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې د درېدلي بهیر پر بیا پيل خبرې کړې دي. نوموړي اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي د سولې د خبرو بیا پیل نه یوازې د افغانستان بلکې د چین او پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.