د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی نن هند ته سفر کوي. د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي اتمر به په دغه سفر کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د اجماع د بللو تر څنګ د افغان هوايي ځواک د پياوړي کولو لپاره هم د هند مرسته وغواړي. کارپوهان وايي چې افغان حکومت وروسته له هغه چې له تروریزم سره په مبارزه کې د پاکستان له سیاستونو زړه ماتی شو؛ له هند څخه مرسته غواړي. ویل کېږي چې په دغه سفر کې به افغان هوايي ځواکونو ته د څلورو مي ۲۵ چورلکو د ورکړې په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وشي.