اسفندیار ولي خان: په افغانستان کې سوله د پاکستان د آرامۍ سبب ګرځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65368
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-07

د پښتونخوا د عوامي نشنل پارټۍ یوه مشر او پښتون سیاستوال اسفندیار ولي خان ویلي چې په افغانستان کې له سولې پرته په پاکستان کې سوله ناشونې ده. نوموړي د افضل خان لالا د فاتحې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي چې په سیمه کې ثبات دوه اړخیزه لاره ده. ده ویلي داسې نه شي کېدای چې پاکستان او افغانستان دې خپلې خاورې د یو او بل پر ضد وکاروي او له دې سره دې په سیمه کې سوله راشي.