ولسمشر غني له خلیل الله فیروزي سره د هوکړه لیک حکم ملغی اعلان کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65369
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-07

ولسمشر اشرف غني د کابل بانک له پوره وړي او پر لس کاله بند محکوم خلیل الله فیروزي سره د ښار جوړونې وزارت تړون لغوه کړ. د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي د ښار جوړونې وزارت، نبي زاده وردګ شرکت او خليل فيروزي ترمنځ د هوکړه ليک حکم الزامي نه دى، د حقوقي تړون حيثيت نه لري او د کمزورو حقوقي بنسټونو له امله لغوه او له اعتبار څخه ساقط دى. ولسمشر د خليل الله فيروزي له خوا د ښار جوړونې وزارت ته د پروژې لپاره د ۶۸ جريبه ځانګړې شوې ځمکې په هکله د کابل بانک د تصفيې ادارې ته امر کړی چې د قانون د احکامو مطابق د پور د جبران په بدل کې کابل بانک ته د دغو ملکيتونو انتقال د هېواد قوانينو ته په پام وڅېړي او په هکله يې ژر تر ژره خپل وړانديزونه وکړي. دغه راز لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره د کابل بانک د تورنو په هکله د محکمې د حکمونو د بشپړ تطبيق په هکله راپور ورکړي.