انار د هر چا او د هر کور مهم ضرورت دی دا يو طبعي ميوه ده چي ښکلی شکل او ښکلي دانې لري په ونه کې کرل کيږي.
د انار دانې او پوستکی د مختلفوامراضولپاره ګټوردي لکه : د خېټې درد د دې خلک کولی شي چې انار دانې اوبو کې اومښي مالګه او تورمرچ د ضرورت په اندازه ورسره يوځاي کړي نو هغه څوک چې د خېټې له درده زوریږي ورسره به روغ شي.
• د زيړي لپاره زيات استعماليږي .
• زړه ،پښتورګی او جيګر قوي کوي د تندې لپاره هم ګټور دي.
• وينه صفا کوي، زياتوي او وجود ته وده ورکوي کوم مريض چې د مرض څخه وروسته ضعيف وي نو هغه ته د دوا په طريقه انار ورکړي روغ به سي.
•دانې يي هم هاضمه جوړوي او اسهال دروي سيلان خون،بواسيرخوني او داسې نورو امراضو لپاره دوا ده .
• پوستکي يي زخمونو اود ګيډې چينجيو لپاره استعماليږي.
• تروه انار هم زړه، جيګر، زيړي او تبې لپاره ګټور ثابتیدای شي.
• د تروه انارو پوستکي چې ښه ميوه يي او سياه دانه ورسره يوځاي شي د اعصابو او معدې لپاره فايده لري.
• انار يوه نرمه غذا ده د وجود حرارت نارمل ساتي او په انارو کې د اجزاء شاملې دي لحميه شکر، کلسيم فارسفورس او فولاد.
• لوړه پيدا کوي يعنې اشتها راولي ،صفراوي،استفراق لپاره د انارو دانې استعماليږي.
• د وچ او لوند خارښت لپاره د انارو دانې استعمال فايده لري.