تر اوږده ځنډ وروسته بالاخره د ټاپي پروژې عملي کېدو ته لار هواره شوه او د ترکمنستان ولسمشر د دې پروژې د ساختماني کار د پیل حکم صادر کړ.
د ټاپي نللیکې د مدیریت چارې د ټاپي لمېټډ په نوم د هغه کنسرشیوم له خوا پر مخ وړل کېږي، چې مشري یې د ترکمنستان دولتي شرکت (ترکمن ګاز) کوي.
ترکمن ګاز په ټاپي پروژه کې ۸۵ او پاتې نور درې شریک هېوادونه (افغانستان، پاکستان او هندوستان) پنځه-پنځه سلنه ونډه پرې کوي.
د افغانستان له خوا په دې کنسرشیوم کې د (افغان ګاز تصدي) د شریک په توګه ونډه اخلي.
د ټاپي پروژې د ساختماني چارو د پیل په اړه د ترکمنستان د ولسمشر له امر سره سم به د انرژۍ د لېږد د دې سترې پروژې رغنیزې چارې د روان ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې پیل شي.
دا د سیمې په کچه د انرژۍ د لېږد هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي.
دې پروژې ته په انګلیسي ژبه کې د (TAPI) لنډیز کارول کېږي.
د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.
د پلان له مخې دغه پروژه د دریو کلونو په موده کې یعنې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې باید بشپړه شي.
د ټاپي نللیکې ټولټال لګښت ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
د دې نللیکې اوږدوالی ۱۸۰۰ کیلو متره ښودل شوی دی، چې په کال به د ۳۳ میلیارده کوبک متره اوبلنو ګازو د لېږد وړتیا ولري.
یاده نللیکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.
همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي.
دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د ټاپي پروژې په پلي کېدا سره به په هېواد کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد ډاکټر او د پوهنتون استاد غلام حبیب د ټاپي پروژه له دریو اړخونو د افغانستان په ګټه بولي:« دا پروژه د افغانستان لپاره زښته زیاته مهمه ده؛ یوه اقتصادي مسئله ده، بله سیاسي مسئله ده او بله د امنیت له جهته ګټه لري. دا پروژه چې افغانستان ته داخلیږي یوه اندازه کار ورسره خلکو ته پیدا کیږي، یو اندازه ګاز افغانانو ته ورکول کیږي په عین زمان کې موږ له پاکستان سره ښه روابط پیدا کولی شو، د دې لپاره چې ګټې مو له اقصتادي جهته شریکیږي.»
ده زیاته کړې:« که موږ افغانستان او پاکستان له فرانسې او جرمني سره مقایسه کړو. هغوی یوه ستونزه لرله، یوه منطقه وه د ستراسبورګ په نوم دا سیمه د فرانسې او جرمني تر منځ ده. پر دې سیمې څو ځله دغو دوو هېوادو جګړې وکړې خو کله چې د دغو دوو هېوادو ګټې شریکې شوې دوی له جګړې لاس واخیست او کرار شول له دې پلوه زه فکر کوم که د افغانستان او پاکستان ګټې هم شریکې شي چې همدغه پایپ لاین دغه ګټې سره شریکوي؛ نو امکان شته چې نور پاکستان په افغانستان کې بې ځانه مداخله ونه کړي.»