د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کتونکي د کابل بانک په قضیه کې له محکوم خلیل الله فیرزوي سره د حکومت له لوري د یوه ښارګوټي د تړون لاسلیکول او بیا د ولسمشر له لوري د هغه بېرته لغوه کول د حکومت د مسخره کولو په معنا بولي او وايي چې د تړون لاسلیکوونکو کسانو معاملې کړې دي.
څلور ورځې وړاندې د ښار جوړونې وزارت د کابل بانک په قضیه کې پر لس کاله له محکوم شوي زنداني خلیل الله فیروزي سره په کابل کې د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هوشمند په نوم د یوه ښارګوټي جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د تړون د لاسلکېدو پر مهال احمد ضیا مسعود، سید منصور سادات نادري او د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په ګډون ګڼو دولتي چارواکو حضور درلود.
د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي چې د ولسمشر غني د حقوقي سلاکار او په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د استازي په ګډون ټولو هغو کسانو چې د کابل بانک له غله سره یې د ښارګوټي جوړولو تړون لاسلیک کړ، معاملې کړې او هر یوه یې خپله شخصي ګټه په کې سنجولې وه.
د دې په وینا، دوی هره یوه یې د دغه ښارګوټي له پیسو خپله ونډه له وړاندې جلا کړې وه.
مېرمن یون سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، کله چې ولسمشر د خلکو غبرګون ولید نو اړ شو چې دغه تړون بېرته لغوه کړي؛ خو دغه لغوه کېدل د تړون لاسلیک نه شي توجیه کولی.
د نوموړې په وینا، په حکومت کې دننه ګډوډي اوج ته رسېدلې او هېڅ چارواکي د بل له کړنو نه خبرېږي چې دې کړنې ملت د یوه ګړنګ پر سر درولی چې هره شېبه یې د لوېدو امکان لیدل کېږي.
د ولسي جرګې دغه غړې وايي، هغو کسانو چې له خلیل الله فیروزي سره د ښارګوټي جوړولو تړون لاسلیک کړی، هغوی حکومت او حکومتداري اوس مسخره کوي او له دې لارې خپلې شخصي ګټې پالي.
دا په حکومت کې دننه د خپلسریو په اړه اړه وايي چې ان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال هم فرمانونه صادوري او په مخابراتو وزارت کې یې د یوه فرمان له مخې خپل افراد ګومارلي، په داسې حال کې چې د قانون له مخې د فرمان صادرول یوازې د ولسمشر واک دی.
سیاسي کارپوه محب الله شریف وايي، وړاندې له دې چې دغه تړون له فیروزي سره لاسلیک شي ګڼې پوښتنې وې چې باید ولسمشر او هغه چارواکو کړې وای چې دغه تړونه یې لاسلیک کاوو.
دی وايي، ښايي په دې کې د یو شمېر نړیوالو لاس هم وي چې په افغانستان کې د شفافیت په نوم پر شته حرکاتو هم خلک بې باوره کړي.
شریف سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له یو داسې کس سره چې د ملت میلیونونه ډالرو پر غلا محکمې د بند سزا ورکړې د کوم اعتبار له مخې تړون لاسلیکېږي؟ دی دغه پيسې له کومه کوي چې په ښارګوټي یې پانګونه کوي؟ څنګه هغه د خپل زندان له مودې پوره کولو وړاندې له زندانه ایستل کېږي؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې.
دی وايي، دا په ډاګه کوي چې د حکومت دریځ، پرېکړې او ثبات وېشلی شوی او په خپله دننه په حکومت کې هم یو او بل چارواکي ته توطیې جوړېږي.
د شریف په خبره، ولسي غبرګون او د نړیوالې ټولنې یو څه فشار ولسمشر اړ کړ چې دغه تړون بېرته لغوه کړي.
نوموړی همدراز زیاتوي، هغه کسان چې دغه تړون یې لاسلیک کاوو، پر دې پوهېدل چې په دغه تړون سره له ملته غلا شوې تورې پیسې بېرته سپېنېږي.
خو د ښارجوړونې وزیر سید منصور سادات نادري تر تړون یوه ورځ وروسته خبریالانو ته وویل چې له خلیل فیروزي سره یې ځکه تړون لاسلیک کړی چې د هوشمند ښارګوټي ځمکه د نوموړي وه.